د ناټو غونډه: افغانستان کې مو د تروریستي سازمانونو ځواک ختم کړ

یو شمېر وسله وال

د ناټو سرمنشي وايي، د دغه پوځي تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې پر لومړۍ ورځ پر افغانستان هم جدي بحثونه وکړل.

ینس سټولتبرګ پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) د لاتویا په پلازمېنه رېګا کې د لومړۍ ورځې د غونډې په پای کې یوه کنفرانس ته وویل، وزیرانو په افغانستان کې د ناټو د شل کلن پوځي ماموریت پر ترلاسه کړو تجربو هم تمرکز وکړ.

نوموړي وویل: "وزیرانو پر افغانستان بحث وکړ، اړتیا ده موږ پر هغو تجربو چې ترلاسه شوي- بحث وکړو. په تېرو شلو کلونو کې مو یوه لاسته راوړنه دا وه چې له افغانستانه مو د ناټو پر متحدانو د هر ډول تروریستي حملو مخه ونیوله، بله لاسته راوړنه مو د نړیوالو تروریستي سازمانونو کمزوري کول وو او د دې مخه نیول وو چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په خوندي ځاله بدل نه شي. په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د شلو کلونو د حضور په تړاو ځینې سخت درسونه شته چې باید زده شي. د چهارشنبې په ورځ به وزیران بیا هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي."

د ناټو سرمنشي ینس سټولتبرګ وویل، وزیرانو په افغانستان کې د ناټو د شل کلن پوځي ماموریت پر ترلاسه کړو تجربو هم تمرکز وکړ.

د ناټو غړي هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې د ناټو د څو کلونو د پوځي ماموریت یوه ګډه ارزونه وکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون پیل شوې چې نن هم دوام کوي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم په کې بحث کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیل مخکې ویلي و چې په افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو رسېدل د افغانستان د خلکو او ناټو لپاره غمجنوونکی خبر و.

له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان څه باندې ۹ نیم میلیارډه ډالره شتمني د امریکا د متحدو ایالاتونو په بانکونو کې کنګل، ورسره په افغانستان کې د بې وزلۍ، بې روزګارۍ او کډوالۍ ستونزه پراخه شوه.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي پرون او وړمه ورځ په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره پر سیاسي، اقتصادي، بشري، روغتیايي، تعلیمي او امنیتي مسایلو بحث وکړ.

په دې اړه نور: دوحه کې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو وروستۍ ورځ ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان پلاوی امریکايي لوري ته د امنیت له اړخه ډاډ ورکړ او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید له کوم شرط پرته خوشې شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دوی له امریکايي لوري غوښتنه کړې چې د بندیزونو او تور فهرستونه باید پای­ته ورسول شي او بشري مسایل له سیاسي هغو جلا کړای شي.

په وروستیو کې ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران او د ژمي په درشل کې بشري مرستو ته د میلیونونو کسانو د اړتیا خبرداری ورکړی دی.