د لیونیل مسي لپاره اوم طلايي توپ

Your browser doesn’t support HTML5

د سرو زرو د اوم توپ په ترلاسه کولو لیونیل مسي یو ځل بیا د کال غوره فوټبالر شو. په دې جایزه کې د مسي نژدې سیال د بایرن مونیخ لوبډلې پولنډی مهاجم رابرټ لیونډفسکي و. په نجونو کې بیا د بارسلونا د نجونو د فوټبال د ټیم ستورې الیکسیا پوتیاس د سرو زرو توپ ترلاسه کړ او په ځوانانو کې د بارسلونا د لوبډلې څخه پدری د طلايي توپ ګټونکی شو. نور په دې راپور کې.