روسیې ته د امریکا خبرداری: پر اوکراین بل هر یرغل به جدي عواقب ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن مسکو ته خبرداری ورکړی چې پر اوکراین بل هر یرغل به جدي عواقب ولري.

د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د پوځي حضور پیاوړتیا د لوېدیځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

بلېنکن چې نن‌یې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې د روسیې د ځواکونو ځای پر ځای کېدا غیر معمولي وبلل او زیاته‌یې کړه چې د روسیې له‌خوا د کړکېچ د پراختیا هره هڅه به د متحده ایالاتو لپاره د ژورې اندېښنې وړ وي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅه کوي، ویلي چې روسیې یې د هېواد له پولې سره د درنو وسلو په ګډون ۱۱۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.