د مېرمنو لاریون: نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي، ارتقا نه

کابل کې یو شمېر مېرمنې د لاریون پر مهال

یو شمېر ښځو نن سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) په کابل کې له ازموینې پرته لوړو ټولګیو ته د لار موندلو په وړاندې اعتراض وکړ.

دغو ښځو چې شمېر یې شااوخو شلو تنو ته رسېده غوښتنه کوله چې نجونو ته باید د زده کړو اجازه ورکړل نه دا چې ورته ارتقا ورکړل شي.

شېبا روفي یوه له اعتراض کونکو څخه وه چې ازادي راډیو ته یې د خپل اعتراض په اړه داسې وویل: "دا یوه کاذبه ارتقا ده یعنې زده کونکې درس ونه وایي، لوړ ټولګي ته ارتقا ورکړي. موږ د دې لپاره اعتراض کړی چې موږ غواړو چې د زده کړې ظرفیت لوړ شي د یوه زده کونکي د زده کوونکې تحصیلي ظرفیت لوړ شي."

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد په ډېرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې له زده کړو پاتې شوي.

طالب چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې د ښوونځیو نجونې زده کوونکې کولای شي له ازموینې پرته لوړو ټولګیو ته ارتقا وکړي.