یونېسف: په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

ارشیف، کابل کې یوه افغان کډواله

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یونېسف وایي، په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه ادارې د جنوبي اسیا په اړه په هغه راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت بحراني ځکه دی چې د ضروري روغتیایي، تغذیې او د روزنې د خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ دي. دا چاره د وچکالۍ له امله د خوړو د شدید نه مصونیت له امله نوره هم پیچلې شوې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري، شااوخوا ۲۲ میلیونه وګړي یې د خوړو له کمښت او شااوخوا نهه میلیونه یې هم له قحطۍ سره مخامخ دي.