ناټو غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وشي

ریګا کې به د ناټو غونډه پیلیږي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلېنکن تېره شپه ریګا ته روان شو.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د دړې وړې کېدو په اړه یې یوه هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ترڅو له درسونو یې دا تړون په راتلونکې کې کار واخلي.

د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو پر رزونې، ملاتړ او هغوی ته په سلا او مشوره ورکولو څرخېده چې د روان کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد.