وار ان د راکس: څنګه طالبان د ترورېزم پر ضد د مبارزې په نوې دنده کې پاتې راغلي؟

يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

  • وار ان د راکس

له واشنګټن څخه خپرېدونکې وار ان دې راکس (War On The Rocks) وېب‌پاڼې چې د نړیوالو مسایلو په اړه تحلیلي مطالب خپروي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې څنګه طالبان د ترورېزم پر ضد د مبارزې په نوې دنده کې پاتې راغلي؟

د خپرونې اشاره د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د طالبانو روانې مبارزې ته ده. خپرونه لیکي چې په وروستیو څو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې د بې‌رحمانه ځپلو لپاره د طالبانو هڅې ګړندۍ شوې دي.

له دې مخکې هم داسې راپورونه وو چې په داعش ډله کې د غړیتوب په تور د طالبانو له‌خوا نیول شوي کسان پر دار ځړول شوي یا یې سرونه غوڅ شوي دي. وار ان د راکس لیکي، طالبانو په ننګرهار ولایت کې خپلو خونړیو شپنیو عملیاتو ته زور ورکړی او د دې عملیاتو لپاره‌یې زر تنه اضافي سرتېري مؤظف کړي دي، خو خپرونه زیاتوي چې د طالبانو له بده مرغه، دا بې‌رحمانه تاکتیک نتیجه نه‌ورکوي.

خپرونې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه جنګیالي قاري نورالله فاتح وینا رااخیستې ده چې وايي که د داعش ډلې غړي تسلیم نه‌شي موږ یې وژنو.

مطلب زیاتوي، په دې کې شک نه‌شته چې طالبانو په نږدې ۲۰ کلنه جګړه کې د افغان حکومت او د هغه د لوېدیځو پلویانو پر وړاندې اغېزمنه جګړه وکړه، خو اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي، دا ډله په خپل لاس د جوړې ناامنۍ په کابو کولو، د نوي حکومت او د حکومتوالۍ د پالېسیو په جوړولو، په هېواد کې د ثبات په راوستو، د اقتصادي سقوط د مخنیوي او خلکو ته د خدماتو د رسولو په چارو کې پاتې راغلې.

خپرونه وړاندې لیکي چې له وسله‌وال فعالیت څخه د وسله‌والو فعالیتونو پر ضد مبارزې ته ځان بدلول اسانه کار نه‌دی. وار ان د راکس زیاتوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره یوازې له پوځي لارې ځپل نتیجه نه‌ورکوي او حتی ښايي برعکس نتیجه ورکړي.

  • ډېلي مېل

په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د نجونو پر تعلیم محدودیتونه لګولي ډېلي مېل انلاین خپرونې د کندهار ولایت له یوه خصوصي پوهنتون څخه د یو شمېر نجونو د فراغت موضوع ته کتنه کړې.

د شنبې په ورځ د کندهار د میرویس نیکه د خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه نږدې ۲۰۰ محصلان فارغ شول چې ۱۳ نجونې هم په‌کې وې. د دوی د فراغت په مراسمو کې چې تصویرونه‌یې ډېلي مېل خپاره کړي، طالبان هم حاضر دي.

طالبان په اګسټ میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نړیوالو تر فشار لاندې دي چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي، خو ډېلي مېل لیکي چې طالبانو یوازې د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکو او د خصوصي پوهنتونونو محصلانو نجونو ته د تعلیم د دوام اجازه ورکړې.

طالبانو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کال ترمنځ په خپله تېر ځل واکمنۍ کې نجونې په قطعي ډول له تعلیم او کار څخه منع کړې وې، خو په تېرو دوو لسیزو کې په ټولنیزو چارو کې د ښځو پراخ ګډون د دې دورې له مهمو لاسته راړونو څخه ګڼل کېږي.

ډېلي مېل لیکي د طالبانو اوسني حکومت ویلي دي چې د نجونو تعلیم ته به په یوه خاص ډول اجازه ورکړي، خو دا یې نه‌ده روښانه کړې چې څه وخت او په کومو تعلیمي مؤسسو کې به د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي.