ویانا کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا فعالولو په خاطر خبرې پیلېږي

د ایران بیرغ

ټاکل شوې ده د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا فعالولو په خاطر خبرې نن په ویانا کې بیا پیل شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري پرون د نومبر په ۲۸مه نېټه د چين او روسيې د پلاويو له مشرانو او د اروپايي ټولنې له منځګړي انريکې مورا سره له لیدو وروسته له ايراني رسنيو سره خبرې وکړې.

باقري وویل، د خبرو د دغه پړاو د وخت اټکل نه‌شي کېدای.

په پام کې ده چې د دغو خبرو اترو چوکاټ او مهالوېش وټاکل شي.

دا خبرې به د هغو هېوادونو ترمنځ وي چې تر اوسه په دې موافقه کې پاته دي.

دا هېوادونه ایران، چین، روسیه، جرمني، فرانسه او بریتانیا دي.

د امریکا پلاوی چې مشري یې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب میلي کوي، په غیر مستقیمه توګه په دې غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا پلاوی چې مشري یې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب میلي کوي

د ايران د اټمي پرمختګ په اړه د لوېديځو هېوادونو د اندېښنو پر مهال دا خبرې له پنځو مياشتو ځنډ وروسته بيا پيلېږي.

په ویانا کې ملګرو ملتونو ته د روسیې سفیر میخایل اولیانوف د نومبر په ۲۸مه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تر رسمي خبرو مخکې د چین، روسیې او ایران ترمنځ "غیر رسمي سلا مشورې" د مذاکراتو په اړه د تهران په نوي دريځ د پوهېدو لپاره مهمې وې.

هغه په یوه مخکېني ټویټ کې په خبرو کې د اوږدې وقفې یادونه کړې وه او ویلي و چې خبرې د تل لپاره دوام نه‌شي کولای.

ده زیاته کړې چې د دې پروسې چټکولو ته اړتیا ده.

دې موافقې د ایران د څېړنیز پروګرام ډېری اړخونه محدود کړل چې د ایران په وینا تل د سوله‌ییز هدف لپاره و په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د اټمي څار ادارې له انتقاد سره مخامخ شوی.

د دې موافقې په بدل کې د اټمي پروګرام اړوند یو شمېر اقتصادي بندیزونه لیرې شول.

په ۲۰۱۸م کال کې د هغه وخت امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره له اټمي موافقې څخه د خپل هېواد د ایستلو پرېکړه وکړه او پر دې هېواد يې بېرته بندیزونه ولګول.

په غبرګون کې تهران په تدریجي ډول د یورانیمو د غني کولو او پر لوړه کچه د پاکولو او د پرمختللو سنټرفیوژونو په نصبولو سره د موافقې له وضع شويو محدودیتونو سرغړونه وکړه.

د ټرمپ ځای ناستي، جو بایډن ژمنه کړې چې که ایران په بشپړ ډول موافقې ته ستون شي، له دې موافقې سره به یوځای شي.

د روسيې له استازي سره د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليدنه

په ویانا کې د غیر مستقیمو خبرو شپږ پړاوونه چې د اپرېل په میاشت کې پیل شوي و موافقې ته ونه‌رسېدل او مذاکرات د جون په میاشت کې وروسته له هغه وځنډول شول چې په ایران کې د لوېديځ ضد سخت دریځی ابراهیم رئیسي ولسمشر وټاکل شو.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر ویلي، امریکا باید دا تضمین کړي چې له اټمي هوکړې به یو ځل بیا نه‌وځي چې د خبرو بریا یقیني شي.