اروپايي چارواکي: طالبانو د هوايي ډګرونو د فعالیت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

د کابل هوایي ډګر

اروپايي چارواکي وايي، طالبانو په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اروپايي ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.

د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د خدماتو ادارې (EEAS) په یوه اعلامیه کې وویل، له طالبانو سره خبرې د طالبانو د موقت حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نه‌لري، بلکې دا خبرې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.

طالبانو او اروپايي ټولنې د خبرو لپاره خپل لوړ رتبه چارواکي دوحې ته لېږلي او دا خبرې داسې مهال وشوې چې ټاکل شوې د امریکایي لوري او طالبانو ترمنځ خبرې په همدې دوحه ښار کې نن دوشنبه پیل شي.

د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.