د تایوان هوايي ځواک د چین د جنګي الوتکو په ځواب کې خپلې الوتکې پورته کړې

د چین جنګي الوتکې

د تایوان هوایي ځواک پرون وروسته له هغه خپلې الوتکې پورته کړې چې د چین ۲۷ جنګي الوتکې د دې ټاپو د هوایي دفاع ساحې ته ننوتلې.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې په چینايي الوتکو کې پنځه «H-6» بم غورځونکې الوتکې، ۱۸ جنګي الوتکې او یوه تېل وړونکې الوتکه شامله ده.

دغو الوتکو د تایوان په جنوبي ساحل کې پروازونه ترسره کړل.

چین د تایوان د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.