د طالبانو پر افشا شویو پټو فعالانو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکنه

د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو لوستونکي

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو پر پټو فعالانو چې د هغو له واک ته رسېدو وروسته افشا شوي، لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې پر اساس، د طالبانو دې پټو کسانو به عموماً ږیرې خرېیلې وې، جین یا کاوبای پتلونونه به‌یې اغوستل او د لمر عینکې به‌یې په سترګو وې. دوی کلونه د افغانستان د حکومت په وزارتونو، پوهنتونونو، سوداګري مرکزونو او مؤسسو کې کار کاوه.

خو کله چې د اګسټ په میاشت کې درست امریکايي پوځیان ووتل، دا پټ فعالان په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې راښکاره شول، خپل ګاونډیان او همکاران‌یې حیران کړل. خپلې پټې کړې وسلې یې راوایستې او پر ښار د کنټرول لپاره‌یې له داخله له طالبانو سره مرسته وکړه.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، هغه اساسي رول چې دغو کسانو یا دې پټو شبکو لوبولی، له افغانستانه د امریکايي يوځیانو له وتلو درې میاشتې وروسته اوس څرګندېږي.

د طالبانو یو مشر مولوي محمد سلیم سعد چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې په پلازمېنه کابل کې د انتحاري او هدفي بریدونو مسؤلیت درلود، وايي چې دوی په هره اداره او مؤسسه کې اجنټان لرل. هغو کسانو چې له وړاندې په کابل کې اوسېدل د کابل د سقوط په ورځ د ښار د ستراتېژیکو برخو کنټرول په لاس کې واخیست.

وال ستریټ ژورنال لیکي، مولوي سعد د حقاني شبکې په بدري ځواک پورې تړاو لري.

دی وايي، حتی په هغه دفتر کې یې چې اوس د ده په لاس کې دی، یعنې د کابل د هوايي ډګر د امنیتي قوماندانۍ په مرکز کې کسان لرل.

د بدري ځواک یو قوماندان محمد رحیم عمري چې په پټه‌یې په کابل کې طالبانو ته کار کاوه، په دې ښار کې د موبلایلو کاروبار کاوه. دی وايي چې له ۱۲ تنو نورو سره‌یې د اګسټ په ۱۵مه د ښار په ختیځ کې د افغانستان د ملي امنیت یو دفتر ونیوه، د هغه کارکوونکي یې بې‌وسلې کړل او پرې یې نه‌ښودل چې کمپیوټرونه او اسناد له‌منځه یوسي.

مولوي عمري وايي چې بدري ځواک بېلابېلې دندې پر مخ وړلې، یوه برخه‌یې وسله‌وال جنګیالي وو، بلې برخې یې د بسپنې یا چندې ټولولو مسؤلیت درلود او یوه برخه په تبلیغاتو بوخته وه.

  • دې هېل

دې هېل ورځپاڼې بیا د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند پر لومړنۍ وینا لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، ملا حسن له امریکا وغوښتل چې د افغانستان بانک ملیاردونه کنګل کړي ډالر ازاد کړي.

ده د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت په اوسني بحراني وضعیت تورن کړ او ویې‌ویل چې دا بحران د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې پیل شوی و.

نړیوالو مؤسسو په ځلونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بې‌وزلي زیاته شوې او کاروبار خراب شوی دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې حملې هم ډېرې شوې دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې تېره اوونۍ وویل، د پورونو د نه‌ورکولو په خاطر ممکن د افغانستان اقتصاد په راتلونکو څو میاشتو کې وپاشل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې او د غذايي امنیت د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي.