د مهاجرت سازمان: روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی لومړیتوب دی

ارشیف، یو شمېر مېرمنو د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره یوه ګرځنده کلینیک ته مراجعه کړې.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی یو لومړیتوب دی.

دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، د دوی په همکارۍ په اتو ولایتونو کې د متخصصو ډاکترانو، قابله‌ګانو او نرسانو له‌خوا خلکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

د طالبانو په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مالي مرستې له بندېدو سره له ۲،۰۰۰ ډېر روغتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي برخې سره مرستې وځنډولې چې له امله‌يې د «صحتمندۍ» پروژه له جدي ګواښ سره مخ شوه.