شپږو اروپایي هېوادونو د کرونا د نوې بڼې لومړنۍ پېښې ثبت کړې

جرمني

څو اروپایي هېوادونو د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي.

بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر لېږدېدونکې ده، ثبت کړه.

د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې جنوبي افریقا کې وموندل شوه، په لوړه کچه د اندېښنې وړ وبلله.

له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول.

تر اوسه هم د ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو څېړنې پرې روانې دي چې معلومه کړي ناروغان‌یې څومره جدي دي او له واکسین شویو کسانو سره څه کوي.