سویډن کې د سما په نوم د فلمونو دولسم فستیوال درېیمې ورځې ته وغځېد

ارشیف

د سما په نوم د فلمونو دولسم فستیوال به نن د درېیمې او وروستۍ ورځې لپاره د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې روان وي.

د دې فستیوال مراسم له ۱۳ کلونو راهیسې هر کال د فردا د فرهنګي کلپ په نوښت جوړېږي، خو تېرکال د کرونا وبا د محدودیتونو له کبله وځنډېد.

په سویډن کې دېره افغان فلم جوړوونکی همایون مروت چې د فستیوال له تنظموونکو څخه دی ازادي راډیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

مروت وویل: "ډېری فلمونه د کورنیو او بهر مېشتو افغانانو او د شااوخوا هېوادونو لکه د ازبکستان، تاجکستان، ایران، هندوستان، ترکیې او همداراز د کردستان د فلم جوړوونکو له‌خوا رارسېدلي وو چې ځینې یې موږ د فستیوال لپاره غوره کړل. موږ په پام کې لرو چې په اوو کټګوریو کې جایزې ورکړو."

ښاغلی مروت وايي، د سږني کال د فستیوال لپاره ۳۶ فلمونه غوره شوي دي.

د ده په وینا سږنی فستیوال ځانګړی دی ځکه په داسې شرایطو کې جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې فرهنګ او د سینما او تیاتر په ګډون هنر د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.

همایون مروت د سما د فلم فستیوال جوړېدل له فرهنګ سره د دښمنۍ پر وړاندې مبارزه وبلله.