قطري چارواکو له طالب پلاوي سره خبرو کې د 'نجونو پر تعلیم' ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی

قطري رسنیو راپور ورکړی چې د قطر چارواکو د طالبانو د حکومت له پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی.

د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د بحرانونو د منځګړیتوب د سفیر مطلق القحطاني په مشرۍ پلاوي پرون د لیندۍ په شپږمه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي سره د ترورېزم پر ضد د مبارزې، بشري مرستو او د بشري حقونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

خبر زیاتوي چې په دې کتنه کې قطري چارواکو په افغانستان کې د ښوونځیو د فعالیت د دوام او د نجونو په ګډون د ټولنې ټولو برخو ته د تعلیم د امکان د برابرولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي متقي پرون له دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي و.

د متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوی د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېست او نورو امریکايي چارواکو سره د خبرو په هدف د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی. دا خبرې پرون پیل شوې دي او د دوشنبې تر ورځې پورې به دوام وکړي.