د طالبانو د رئیس‌الوزرا لومړنۍ وینا؛ ښځو ته به د تعلیم لا زمینه برابره شي

ملا محمد حسن اخوند

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا د طالبانو له واکمنېدو وروسته تېره شپه د لومړي ځل لپاره وینا وکړه.

ملا محمد حسن اخوند په خپله لومړنۍ راډیويي وینا کې چې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون خپره کړه، د روانو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ پړه پر پخواني حکومت واچوله.

هغه پر نړیوالو انتقاد وکړ چې د ښځو او بشري حقونو په پلمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

د طالبانو رئیس‌الوزرا د نجونو د تعلیم د دوام ډاډ ورکړ، خو کره‌یې نه‌کړه چې ایا له اووم د لوړو ټولګيو زده‌کوونکو نجونو ته به د تعلیم اجازه ورکړل شي که نه.

ملا حسن اخوند وویل: "د ښځو تعلیم اوس هم په افغانستان کې تر ډېره حده روان دی. امېد شته چې نور به هم د تعلیم زمینه برابره شي. په هغه چوکاټ کې، په هغه طریقه او هغه تعلیم چې هغه الله (ج) یې له خپلو بنده‌ګانو څخه غواړي."

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا له خلکو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امریکا د اشغال د ختمېدو په خاطر شکر پر ځای کړي او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره په مهربانۍ سره چلند وکړي.

ملا محمد حسن اخوند هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې طالبان د پخواني حکومت په کارکوونکو پسې ګرځي یا انتقامي چلند ورسره کوي.