ایراني پولیسو پر معترضو بزګرانو اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه 

ایران کې مظاهره

د ایران په اصفهان ښار کې نن شنبې (د لېندۍ ۶مه) د بلوا ضد پولیس وروسته تردې ځای په ځای شول چې پرون دغلته د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب وشو.

د راپورونو له مخې پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندو او د ربړي مرمیو ډزې وکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویدیوګانو کې ښکاري چې مظاهره کوونکي پولیس په ډبرو ولي.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یو شمېر اعتراض کوونکي یې نیولي هم دي.

په اصفهان کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي. دا مظاهرې د اوبو د کموالي او په دې برخه کې د حکومت د نه اقداماتو په اعتراض کې شوي دي.