د افغانستان ملي ټلوېزیون د طالبانو د رئیس الوزرا وینا خپروي

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند

د افغانستان ملي ټلوېزیون اعلان کړی چې نن ماخوستن اته نیمې بجې د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وینا خپروي.

ملا حسن اخوند د سنبلې/ وږي میاشتې په ۱۶مه د طالبانو د کابینې د رییس الوزرا په توګه وټاکل شو.

دا د نوموړي لومړنۍ وینا ده چې له ملي راډيو-ټلوېزیون نه به خپره شي.

له دې وړاندې تل د کابینې له غونډو او نورو لیدو کتو څخه د هغه چوپ انځورونه خپاره شوي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې د نوموړي وینا به په کومو مسالو ورټوله وي.