کندز کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

آرشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کندز ولایت کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې.

د دې ولایت د وزلوبې امریت په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا سیالۍ چې پرون پیل شوې وې چې د امام صاحب، خان اباد، علي اباد، چهاردرې، قلعه ذال، ارچي او د کندز د مرکز څخه ٢٨ چاپندازانو ګډون کړی و.

د کندز ولایت د وزلوبې امریت د معلوماتو پر بنسټ، دا سيالۍ په دې ولایت کې د وزلوبې ورزش د ودې په موخه پيل شوي دي.

ټاکل شوې یادې سیالۍ تر راتلونکې شنبې دوام وکړي.