د سوداګرۍ خونه: د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره کمېټه جوړوو

افغانۍ 

د افغانستان د سوداګرۍ خونه د طالبانو د کورنيو چارو ، ماليې وزارتونو او د بانکونو ټولنې له استازو سره د افغانيو د ارزښت لوړ ساتلو او د ډالرو د نرخ د کنټرول په هدف د يوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې.

د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن شنبه (د لیندۍ په ۶مه) خپره شوې ويل شوي، د دغه کمېټې رامنځته کېدل د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او په بازار کې د نرخونو ثبات ساتلو لپاره اړين ګام ياد شوی.

په خبر پاڼه ويل شوي، د سوداګرو ستونزو، په بانکونو کې خپلو پیسو ته د سوداګرو د نه لاسرسي او په بازارونو کې يې په نرخونو د ناوړه اغېزو او نورو موضوعاتو په اړه به هم د دې کمېټې له لارې اغيزمن ګامونه پورته شي.