ایران له طالبانو په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه غوښتې

ارشیف، عکس تزئيني بڼه لري

د ايران له خوا د افغانستان او ايران لپاره د سوداګرۍ ګډې خونې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ‌کانونو د کيندنې اجازه ورکړي.

د دغې خونې مشر حسين سليمي د ترکېې اژانس اناتولي ته تېره ورځ ويلي، د تهران او طالبانو وروستيو ناستو ته په کتو سره ايراني چارواکو له طالبانو غوښتي، څو د کانونو د کيندنې په برخه کې ايراني انجنيرانو ته د‌ کار زمينه برابر کړي.

د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر پياوړې شي.

د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولينو دغه شان زياته کړې ده، ايران له افغانستان سره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ګټې کولی شي د سيمې په ګټه هم وي.

د خونې د مسوولینو له قوله ويل شوي چې طالبانو هم د ايران دې وړانديز ته تر دا مهاله شين څراغ نه دی ښودلی، خو هيله مندي شته چې دواړه خواوې يوې پايلې ته ورسېږي.

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د افغانستان د کانونو وزارت نظر هم ولري، خو بریالۍ نه شوه.