راپورونه: اصفهان کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی

ایران

راپورونه وايي چې تېره شپه د ایران په اصفهان ښار کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د اصفهان ښار په مرکزي برخه کې پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وشیندل او د ربړي مرمیو ډزې یې وکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویډیوګانو او دغه راز د سپوږمکۍ له لارې د اسوشیټېډ پرېس په اخیستل شوېو تصویرونو کې د اصفهان ښار په ځینو سیمو کې اعتراض کوونکي لیدل کېږي چې 'مړ دې وي دیکتاتور' شعارونه ورکوي.

د اصفهان د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې یو شمېر مظاهره چیان یې نیولي دي، خو دقیق شمېر یې ونه ښود.

له بلې خوا د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې په پرونیو مظاهرو کې ۱۲۰ تنه نیول شوي او محبس ته استول شوي دي.

دا سازمان د درېيو تنو د وژل کېدو د احتمال یادونه هم کوي.

په اصفهان کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې د اوبو د کموالي او په دې برخه کې د حکومت د نه اقداماتو په اعتراض کې شوي دي.