پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه د امریکا او ناټو خبرداری

د روسیې- اوکراین پوله

د متحدو ایالاتونو او ناټو چارواکو پر اوکراین د ګاوندي هېواد روسیې له خوا د نوي احتمالي یرغل په اړه خبرداری ورکړی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د لیندۍ په پنځمه خبریالانو ته وویل روسیې له اوکراین سرحد په سرحد کې جګړې ته چمتو سرتېري، ټانکونه او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي دي.

سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې که روسیه د اوکراین پرضد ځواک وکاروي، نو ډېر ګران به ورته پرېوځي او له ناوړه عواقب سره به مخامخ شي.

له بلې خوا د اروپا او یوریشیا په چارو کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې کارین ډانفریډ پرون وویل چې که د کړکېچ د زیاتولو لپاره د روسیې د اقداماتو په نتیجه کې ناټو ځواب ته اړه شي، نو د هر انتخاب لپاره تیاری لري.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران د نوومبر په ۳۰مه نېټه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې غونډه وکړي.

د دې غونډې د اجنډا په سر کې به د اوکراین پر وړاندې د روسیې تحرکات وي.