اوچا: په ژمي کې له بې وزله افغانانو سره بشري مرستې کوو

داخلي بې ځایه شوي

ملګري ملتونه د ژمي په درشل کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بې وزلو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په یوه بیان کې چې پرون جمعه (د لېندۍ ۵مه) خپور شو ویلي چې په دې لړ کې د خوړو نړیوال پروګرام په شمالي ولایتونو کې ۳۵۵ زره اړو خلکو ته د یوې میاشتې په مخه خوړو موادو ورکړي.

اوچا همدا راز په شمال ختېځو ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې هم نژدې شااوخوا ۲۴۸ زره په ختېځو بې وزلو کورنیو ته د خوړو مواد او نورو بشري مرستو د وېش خبر ورکوي.

د اوچا په خبرپاڼه کې همدا راز د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د ننګرهار له حوزوي روغتون سره د صحي وسایلو د مرستې یادونه شوې.

اوچا په ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو کې له بې وزلو خلکو او بې ځایه شویو کورنیو سره د بشري مرستو یادونه هم کړې ده.