د غزني ځینې اوسېدونکي وايي ځینې محصلان او درمل پلورونکي یې درملنه کوي

د غزني روغتون

د غزني ولایت د لېرې پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي وايي، داسې ډاکټران یې د ناروغانو درملنه کوي چې یا خو د طب پوهنځي محصلان او یا هم هغه کسان دي چې تر دې وړاندې یې د شرکتونو درمل پلورل.

دوی وايي، د دغه نامسلکي ډاکټرانو له امله یې د سیمې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۷ کلن عبدالله چې د غزني ملکي روغتون ته یې خپل ناروغ د درملنې په موخه راوستی وايي، ټوله سیمه کې یې وړ ډاکټر نشته چې خپل ناروغان ور وړي.

د ده په باور په سیمه کې یې داسې ډاکټران د ناروغانو درملنه کوي چې هېڅ تحصیلي اسناد نه لري او یا یې هم جعلي اسناد جوړ کړي دي.

نوموړی زیاتوي: "دوی محصلین وي، لا فارغ هم نه وي، دوی لېرې پرتو سیمو کې کلنیکونه او دواخانې خلاصې کړې وي، خلکو ته درمل ورکوي، دوی کوم سند نه لري ان دوی د دوهم او درېیم کال د محصلۍ په وخت کې د خلکو درملنه کوي."

دوی وايي، د دغه ډاکټرانو له لاسه یې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

د غزني د ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکی نیامحمد خپلواک وايي: "یوه پېښه موږ په ګېلان کې لرو چې یوه ښځه یې په حق ورسوله او ناوه کې درې پېښې لرو چې هغه ډاکټر اوس ورک دی، د جنډې بازار د شنیکۍ کلي کې تېرکال د اصغر په نامه یو کس چې دواخانې ته یې ورساوو له هغه ځایه یې مړ راوایست، تقریباً داسې محصلان موږ لیدلي چې دوهم صنف کې دي هلته یې دواخانې خلاصې کړې وي، د درېیو میاشتو په موخه په رخصتي راځي خلکو ته په خپل سر دوا ورکوي، د دغه پېښو مخه دې ونیول شي."

دا یوازې نیازمحمد خپلواک نه دی چې د ځینو کسانو یادونه کوي، بلکې ډېری نور کسان هم د ډېری نورو دا ډول پېښو شاهدي ورکوي.

ډېری روغتیاپالان د نامسلکي ډاکټرانو فعالیت په ټولنه کې د خلکو د وژنې او معیوبۍ سبب ګڼي.

د ولي محمد احمد په نوم یو ځوان هم وايي: "دلته داسې بې کفایته ډاکټران دي چې هېڅ وړتیا نه لري چې ناروغان په سمه توګه تداوي کړي."

ډېری روغتیاپالان د نامسلکي ډاکټرانو فعالیت په ټولنه کې د خلکو د وژنې او معیوبۍ سبب ګڼي.

د دغه سیمو اوسېدونکي له عامې روغتیا ادارې د دغه ډاکټرانو د کار د مخنیوي او پرځای یې د مسلکي کسانو د ګومارنې غوښتنه کوي، خو غزني کې د طالباتو د حکومت چارواکي بیا وايي هڅه کوي چې د دغه ډول کسانو مخه ونیسي.

د عامې روغتیا رییس عبدالحنیف مصباح وايي، د جمهوریت په وخت کې ډېری دغه ډول کارونه ترسره شوي، خو هڅه کوو دغه برخه کې زیات اصلاحات راولي.

ښاغلی مصباح زیاتوي: "دا ستونزې د مخکې فاصدې ادارې په وخت کې راولاړې شوې وې چې تقریباً غیرقانوني او جعلي اسناد به یې جوړول، موږ دا ژمنه کوو چې د روغتیا له اوصولو سره سم هغه خلک چې د دغه شیانو وړ وي هغوی ته قانوني اسناد ورکوو."

که ډېری کسان د غزني په لېرې پرتو سیمو کې د مسلکي ډاکټرانو له نه شتونه سرټکوي، خو ځینې نور کسان بیا په دې باور دي چې د دغه ولایت لېرې پرتو سیمو ته سختو جګړو او ناامنیو د مجربو او مسلکي ډاکټرانو د تللو مخه نیولې وه.

خو اوس چې جګړې پای ته رسېدلې دي، نو دلته له مسلکي ډاکټرانو څخه د راتلو تمه کېږي.