د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.
“Economic sanctions meant to punish those in power in #Kabul are instead freezing millions of people across Afghanistan out of the basics they need to survive.” Said @DStillhartICRC following his visit to #Afghanistan. pic.twitter.com/W3r3d9C3bn
— ICRC Afghanistan (@ICRC_af) November 25, 2021
د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالره شتمني د امریکا د متحدو ایالاتونو په بانکونو کې کنګل شوه چې د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه لري.
په داسې حال کې چې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې لوړې شوي، ژمی هم په را رسېدو دی او په افغانستان کې د بې کارۍ اندازه هم زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) ویلي، که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي.
FAO ویلي، د را روان پسرلي پرمهال په خپل سکټور کې د بېړني اقدام لپاره ۱۱۵ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا لري.
خو په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.
ګڼو افغانانو له ازادي راډیو سره په تماسونو کې شکایت کړی چې اوس هم د بشري مرستو په وېش کې عدالت په پام کې نه نیول کېږي: "قسم په خدای چې ټولې مرستې یوه مستحق کس هم نه ده لیدلې. هغو کسانو ته چې د دغو موسسو او ادارو واک په لاس کې ورکړل شوی، دغه مرستې خپلو خپلوانو ته ورکړې. خپلو کورونو ته یې یووړې. مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلي."
یوه بل اورېدونکي وویل: "افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي. په سلګونو روغتونونه تړل شوي. دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي. د خلکو له ۸۰ تر ۹۰ فیصده یې د بېوزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي. خلکو ته د کار شرایط هم برابر نه دي."
د اروپايي کمېسیون د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې مشرې پراسکیفي میچو په بروکسل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې، ډیبرا لاینز سره له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام، روغتيايي خدماتو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
مېرمن میچو پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په روان بحران کې د افغانانو ملاتړ ته په ګډه دوام ورکوي.
The SRSG of UNAMA, Deborah Lyons, and ECHO Director General, Vivi Michou, met in Bruxelles. Health care, food and lifesaving assistance must be made available immediately. Together we support the Afghan people in the current crisis context. We are #StrongerTogether 🙏 pic.twitter.com/ynEC1gXzex
— Paraskevi Michou (@MichouParaskevi) November 24, 2021
د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تاز راپور کې راغلي، اتلس اعشاریه څلو میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.