د طالبانو حکومت وايي، پر سي فارم C-Pharm اسټرالیايي کمپنۍ نه بلکې C-Pharm جرمني کمپنۍ باندې د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دا سپیناوی نن په خپل ټوېتر وروسته له هغه ورکړ چې سي فارم په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ رد کړه چې دوی دې له طالبانو سره د چرسو د کاروبار کومه موافقه کړې وي.
#وضاحت(۱) زموږ خبرې C-Pharm آسټراليايي کمپنۍ سره نه دي شوي زموږ خبرې د جرمني کمپنۍ سره شوې.(۲) د C-Pharm کمپنۍ سره د چرسو د اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسیدو مخکې بوټی کمپني باسي.
— Qari Saeed Khosty (@SaeedKhosty) November 25, 2021
سعید خوستي زیاته کړې چې سي فارم جرمني کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې یې باسي.
مخکې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تمه ده سي فارم کمپنۍ په شااوخوا شل زره جریبه ځمکه د بنګو بوټي وکري او چمتووالی یې ښوولی چې په دې برخه کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.