ایرانی پلاوی طالبانو سره د رېل‌لارې پروژې د بشپړېدو په اړه غږیږي

د هرات-خواف ریل لاره

یو ایرانی پلاوی به راتلونکې اوونۍ هرات ته لاړ شي چې له طالبانو سره د دوو هېوادونو ترمنځ د رېل لارې د پروژې د بشپړېدو په اړه خبرې وکړي.

د ایران د خواف او د افغانستان د هرات د هوايي ډګر ترمنځ د رېل لارې یا پټلۍ د جوړېدو ډېر کار شوی، خو لا بشپړ شوی نه دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي شېر احمد عمار پرون وویل چې ایرانی پلاوی به د افغانستان – ایران د رېل لارې په شمول په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د عمار په وینا دواړه خواوې به د رېلګاډي د نویو تمځایونو او د رېل لارې په درېیم فاز کې د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

درېیم فاز د هرات غوریان ولسوالۍ د هرات له هوايي ډګر سره نښلوي.