امریکا سره د خبرو په پار طالب پلاوی د شنبې په ورځ دوحې ته ځي

ارشیف؛ په دوحه کې طالب استازي

طالبان وايي، د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به د شنبې په ورځ دوحې ته لاړ شي چې له امریکا سره خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي و چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ په مشرۍ به امریکايي پلاوی راتلونکې اوونۍ په دوحه کې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

متفي په وروستیو ورځو کې په اسلام اباد کې د امریکا له ځانګړي استازي سره د ترویکا یا د امریکا، پاکستان او روسیې د درې اړخیزې غونډې په څنګ کې کتلي و.

طالبان وايي چې امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی به په دوحه کې د اروپايي اتحادیې له استازو سره هم وویني.

دا به د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته فطر ته د امیرخان متقي دوهم سفر وي.