طالبان: جاپان لېوالتیا ښوولې چې کابل کې سفارت بېرته پرانیزي

د جاپان بیرغ

طالبان وايي، جاپان لېوالتیا ښوولې چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته د جاپان په شمول اکثرو هېوادونو خپل ډپلوماتان له افغانستانه وایستل او سفارتونه یې بند کړل.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند انعام االله سمنګاني پرون وویل، یو شمېر جاپاني ډپلوماتانو په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې په کابل کې د خپل سفارت پرانېستلو ته لېوالتیا وښوده.

سمنګاني په دې اړه چې جاپان به کله په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، څه نه دي ویلي.

طالبان وایي، وروستیو ورځو کې متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت پرانیست او جرمني، ایټالیا، ترکیه او سعودي عربستان هم د سیاسي استازولیو په پرانیستو غور کوي.