راپورونه: د افغانستان لویدیځ کې روان کال ۳۵۰۰ماشومان په شري اخته شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

راپورونه وايي، د افغانستان په لویدیځ کې د روان لمریز کال له پیله په شري 'سرخکان' درې نیم زره ماشومان اخته شوي دي.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د دغو پېښو ۷۰ فیصده یې لېرې پراته غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې له وري/حمل میاشتې راهیسې په شري ۳۱ مړینې هم ثبت شوي دي.

د غور د روغتیا رئیس عبدالستار موفق ویلي چې په غور کې د دې ناروغۍ پراخېدو اندېښمن کړی دی.