پولنډ: یوه ډله پناه غوښتونکو بیا هڅه وکړه چې له بېلاروسه راواوړي

ارشیف، د پولنډ او بېلاروس ترمنځ ګډه پوله

پولنډ وايي، یوه ډله پناه غوښتونکو یو وار بیا هڅه وکړه چې په غیرقانوني ډول د بېلاروس له سرحده ور واوړي.

پولنډ پرون بیا خبرداری ورکړ چې مېنسک هڅه کوي د اروپايي ټولنې په ختیځو پولو کې د روان بحران د پراخېدو لپاره ځینې پناه غوښتونکي بېرته دغو سرحدي سیمو ته ستانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې چارواکو د بېلاروس پر وړاندې د څلورم پړاو بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ.

دوی ویلي، بېلاروس د دې لپاره چې پناه غوښتونکي د پولنډ، لېتوانیا او لاتویا له طريقه اروپايي ټولنې ته ننوځي، په زرګونو نارینه، ښځې او ماشومان یې پر خپله پوله ځای پر ځای کړي او په دې ډول د اروپايي ټولنې پر خلاف یوه 'مخلوطه جګړه' پرمخ بیایي.

پر بېلاروس تور پورې شوی چې د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې هڅه کوي د اروپايي ټولنې بې ثباتۍ ته لمن ووهي.

دغه بندیزونه د زورواکي الکساندر لوکاشینکو د ځپونکو اقداماتو له کبله پر بېلاروس لګول شوي دي.