د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د نيوکې کوونکي غږونو د خاموشه کولو په لټه کې دي

ارشيف، کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې

د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو له‌خوا پر رسنیو وروستیو وضع شویو محدويتونو، د خبریالانو ګواښلو، رسنیو، بیان ازادۍ او خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

دې سازمان یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، له رسنیو د طالبانو د حکومت وروستيو غوښتنې خبریالانو، په ځانګړي ډول ښځو ته زیان رسوي.

اعلامیه کې راغلي، طالبانو هغه خبریالان په مرګ ګواښلي چې پر دوی یې نیوکه کړې. ترڅنګ‌یې د دوی حکومت له خبریالانو غوښتي چې خپل راپورونه له خپرېدو وړاندې، له طالب چارواکو سره شریک کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مسؤلې پاتریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل، طالبان د هغو غږونو د خاموشه کولو په لټه کې دي چې پر دوی نیوکې کوي.

اغلې ګاسمن زياتوي: "د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ غوښتنې او کړنلاره د هغو غږونو د خاموشه کولو ښکاره هڅه ده چې د دوی پر حکومت نیوکې کوي. د ښځو، رسنیو او هنر پر وړاندې هر ډول مخالفت او محدودیت ورانوونکی دی."

پاتریشا گاسمن، مسئول آسیایی دیدبان حقوق بشر

د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته د غوښتنو یو اته ماده‌ییز نوملړ وسپاره چې په‌کې په طنزي او کمېډي خپرونو کې د اشخاصو له سپکاوي ډډې کولو ته اشاره شوې او تر خوا یې ویل شوي، هغه فلمونه او سریالونه دې هم نه‌خپرېږي چې د اسلام او د افغانستان د فرهنګي چوکاټ مخالف وي.

په دې وړاندیزونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کار ته هم اشاره شوې او راغلي چې ښځینه خبریالانې باید اسلامي حجاب وکړي او هغه تمثیلي خپرونې دې هم نه‌خپرېږي چي دوی په‌کې ونډه لرلې وي.

پر هغو سریالونو بندیز چې د پیغمبرانو او اصحابو پر ژوند څرخي، د هغو خپرونو بندېدل چې دین او انساني کرامت ته په‌کې توهین شوی وي او یا هم په‌کې د نارینه‌وو عورت ښکاري، د دې غوښتنو بله برخه ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي، د رسنیو د فعالیت په اړه د طالبانو له ژمنو سره سره چې اسلامي ارزښتونه به مني، واقعیت دا دی چې په افغانستان کې خبریالان او د طالبانو له موقف نیونې او پلټنې څخه وېره لري.

که څه هم طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو پرون‌یې ویلي و، دا اته ماده‌ییز نوملړ یوازې د وړاندیز تر کچې دی او الزامي جنبه نه‌لري.

خو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې یې په راتلونکي کې د عملي کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

خبریاله فوزیه وحدت رسنیو ته د طالبانو د حکومت سپارل شويو غوښتنو اندېښمنه کړې.

فوزیه وايي، له دې وېره لري چې هسې نه دا غوښتنې په راتلونکي کې په زور عملي شي.

د مېرمن وحدت په خبره، د دې وړاندیزونو اصلي قربانیانې هم ښځې دي.

دا زياتوي: "ښځې په رسنیو کې هېڅکله بې‌‌حجابه نه‌وې. اوس‌مهال که هر څومره فکر وکړو، بیا هم طالبان د ښځو د ليرې کولو په هڅه کې دي. هغه که په رسنیو کې دي، ښوونځیو، پوهنتونونو او یا هم نورو دولتي ادارو کې. په دې لیک کې یوازې حجاب نه، بلکې د ښځو د ليرې کولو موضوع مطرح ده."

فوزیه وحدت ۲۸ کلنه ده. په حقوقو کې یې لوړې زده‌کړې کړي او یوه لور لري.

اغلې وحدت په رسنیو کې ۱۳ کلنه تجربه لري او تر خوا یې د رسنیو د کورنۍ د یوه قرباني شوي غړي مېرمن ده.

د فوزيه وحدت خاوند حميد سيغاني چې څو ورځې مخکې ووژل شو.

د هغه خاوند حمید سیغاني نومېده. هغه هم خبریال و او د لړم میاشتې په ۲۲مه په کابل کې ووژل شو.

سره له دې چې د رسنیو کورنۍ په افغانستان کې د روانو ناخوالو یوه مهمه برخه ده، خو بیا هم ورځ تر بلې له دوی سره د دولتي چارواکو چلند اندېښنې راپورته کړي.