برېښنا شرکت: د پورونو د راټولولو لپاره نوی طرزالعمل جوړ شوی

د برېښنا بېل

برېښنا شرکت وایي، د برېښنا له پوروړو د پورونو د راټولولو لپاره یې یو نوی طرزالعمل جوړ کړی.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي نن سې شنبه (د لېندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه طرزالعمل یې د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخُند سره هم شریک کړی او د هغه له تایید وروسته به د همدغه طرزالعمل له مخې له هغو کسانو سره چلند کېږي چې د برېښنا د بلونو پوروړي دي.

ښاغلی نورزی وایي، هغو کسانو چې په تېرو ورځو کې خپل پورونه پری کړي، د برېښنا مزي یې بېرته وصل شوي، خو هغه دا ونه ویل چې برېښنا شرکت تر دې دمه له خپلو پوروړو څومره پورونه راټول کړي دي.

د برېښنا شرکت چارواکي وایي چې پر خلکو د یاد شرکت څه نا څه ۲۴ میلیارده افغانۍ پور پاتې دی.