د غزني اوسېدونکي: طالبان دې خپل خښ کړي ماینونه وکاږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په یوه اوونۍ کې د غزني په مرکز او ‎ قره‌باغ ولسوالۍ کې غبرګو چاودنو اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت په ډېری سیمو کې ماین چاودنو په وار-وار ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوشنبې په ورځ هم د غزني قره باغ ولسوالۍ په میدانک کلي کې ماین چاودنې درې ماښومان ټپیان کړل.

دغه کلی چې د ولسوالۍ مرکز د بازار په څنډه کې اباد دی، د کلي اوسېدونکي یې وايي، ټپي شویو ماشومانو د پېښې ځای کې لوبې کولې چې پرې چادوېدونکو توکو چاودنه کړې او په وینا یې معلومه نه ده، دغه پخوانۍ سرګولوله وه او که د طالبانو خښ کړی شوی ماین و؟

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې پېښې څلور ورځې وړاندې هم په غزني ولایت کې یوې چاودنې څلورو تنو ماشومان ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ویلي و چې د غزني مرکز د درېیمې حوزې اړوند په ده خدایداد سیمه کې د کباړي دوکان مخې ته ناچاودې مرمۍ چاودنه کړې چې نتېجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

د غزني ښآر

تر دغه دوو پېښو څه موده وړاندې د غزني ولایت مقر ولسوالۍ له ګدام کلا څخه شمکې کلي ته پر تلونکي موټر هم ماین چاودنه شوې وه چې څلور تنه په کې وژل شوي وو.

د غزني ولایت په ډېری سیمو کې ماین چاودنو په وار-وار ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، د تېر جمهوري نظام چارواکو یې پړه د طالبانو پر غاړه اچوله.

خو اوس د غزني اوسنېدونکي له طالبانو غواړي چې خپل خښ کړي ماینونه دې پاک کړي، څو خلک په ارامه یوه ځای بل ځای ته سفرونه او ژوند وکړي.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی صدیق الله وايي، ډېری خلک د ناچاودو توکو او ماینونو له امله په وېره کې ژوند کوي: "مخکې چې طالبانو پر لارو او یا هم سړکونو کې ماینونه ایښي وو، نو له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې دغه ماینونه وکاږي او لارې دې د خلکو پر وړاندې د تګ راتګ لپاره خلاصې کړي."

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله هم وايي: "موږ هم د طالبانو له حکومته د لویو لارو او سړکونو له ماینونو څخه د پاکېدو غوښتنه کوو."

خو طالبان بیا وايي، په پام کې لري چې د دوی د جنګیالیو له لوري خښ کړی شوي ماینونه پاک کړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و غواړي د غزني ترڅنګ په ټول افغانستان کې د طالبانو په لاس خښ کړای شوي ماینونه وکاږي، څو خلک یې له شره په امان شي: "ماینونه به انشاالله ټول پاکیږي او ټول خنډونه به له منځه وړل کېږي، هېوادوالو ته به کومه ستونزه نه وي."

غزني د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې د جګړو ترڅنګ زیات ماینونه هم په کې خښ کړل شوي دي.