یو شمېر پخواني افغان پوځیان چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هند کې پاتې دي، له خپل نامعلوم برخلیک څخه سرټکوي.
د فانوس په نوم یوه پخواني پوځي افسر چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل خپل بشپړ نوم یې واخیستل شي، تېره شپه ناوخته له نوي ډیلي ازادي راډیو ته وویل، په نوي ډیلي کې یې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو ادارو ته مراجعه کړې خو تراوسه یې چا غم نه دی خوړلی.
دی وايي: "موږ له ملګرو ملتونو سره خبرې وکړې. هغوی راته وویل چې کوم ځانګړی پروګرام نه لري چې راسره مرسته وکړي. نومونه مو لیکو، کارت درکوو او نتیجې ته په تمه اوسئ."
د ښاغلي فانوس په وینا د دوی شمېر شااوخوا ۲۰۰ کسانو ته رسي چې په کې په لسګونو هغه پوځیان هم شامل دي چې د پخواني حکومت له خوا هند ته د روزنې لپاره استول شوي وو او د روزنې له بشپړېدو مخکې کابل د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د اګسټ له ۱۵مې نېټې چې طالبانو کابل ونیو، د اګسټ د میاشتې ترپایه د امریکا متحدو ایالاتونو له ۱۲۵ زرو زیات کسان چې په کې د امریکایي او د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ له خطر سره د مخامخ افغانانو په ډله کې د افغان امنیتي ځواکونو غړي وو، د کابل له هوایي ډګره وایستل، خو ویل کېږي تر اوسه په لسګونو زره نور له خطر سره مخامخ افغانان د افغانستان په دننه او یو شمېر یې په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.