امریکا پر هغه کس چې داعش ته د پیسې په لېږلو تورن دی بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحدو ایالاتونو پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱) پر هغه کس چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ته د مالي اسانتیاوو په برابرولو تورن دی، بندیزونه ولګول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا خزانې وزارت وویل چې عصمت الله خلوزی یې په تور لېست کې شامل کړ ځکه هغه تورن شوی چې په ترکیه کې د حوالې په نوم د پیسو د لېږدولو د یوې غیر قانوني شبکې له لارې یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې ته مالي مرستې استولې.

د خزانې وزارت دغه راز درې تنه نور هم چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو په توګه د هغوی د رول په خاطر د ځانګړو نړیوالو تروریستانو په لېست کې شامل کړي دي.

د دې وزارت د بهرنۍ شتمنۍ د کنټرول د برخې مسولې اندریه ګاکي وویل، دغه اقدام د دې ښکارندوي کوي چې متحده ایالات د داعش پر وړاندې جدي دی او نه پریږدي چې غړي یې له نړیوال مالي سیسټمه په استفادې په افغانستان کې او له هغې ورهاخوا د تروریستي فعالیتونو ملاتړ وکړي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان وضعیت تیاره وښود او ویې ویل چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د پیاوړي کېدو په حال کې ده او اوس نژدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي.

دې ډلې په وروستیو کې د ډېرو خونړیو حملو مسولیت اخیستی دی.