پاکستان: هند ته اجازه ورکوو چې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت به یې هند ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرستې ولېږي.

هند مخکې ویلي و چې که پاکستان اجازه ورکړي د دغه هېواد له لارې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم واستوي.

عمران خان د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د اسلام اباد د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان د خاورې له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستې پر پرېښودو غور کوي.

خو ده پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) د وزیرانو یوې کمېټې ته وویل چې هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرسته ولېږي.

ده په عین حال کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره خپل ګډ مسوولیت ادا کړي.