زرګونو کارکوونکو معاشونه نه‌دي اخیستي؛طالبان: بانکونه سقوط نه کوي

کابل کې د عزیزي بانک ترمخ ګڼه ګوڼه

د طالبانو د حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو د یوې مرستندویه ادارې د هغه خبرداري په غبرګون چې د افغانستان د بانکي سیسټم سقوط به ډېر ناوړه نتایج ولري وایي، دوی د بانکي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'UNDP'پرون دوشنبه په یوه راپور کې وویل، د بانکي سیسټم سقوط به د اقتصادي زیان ترڅنګ د ټولنې لپاره ډېرې منفي پایلي ولري.

په راپور کې ویل شوي، د مالي او بانکي سیسټم بیا فعالېدل چې هر څومره وخت نیسي د نړیوال بازار له لوري پرې د باور نشتوالي ته په پام یې همغومره رغونه هم اوږدیږي.

'UNDP' ویلي، د دغه ویجاړۍ ترمیم به ستونزمن وي او ښایي لسیزې وخت ونیسي، خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې له هماغه اوله سره یې د بانکي سیسټم د سقوط د مخینوي لپاره یو مهم کار چې دوی کړی، د اقتصادي بورډ په مشوره یې له بانکونو د زیاتو پیسو پر ایستلو د محدودیت لګول وو.

نوموړي زیاته کړه: "بانکونه مو پرینه ښودل چې پیسې یو څوک په یوه وار وباسي، ځکه هلته وېره خپره وه ځینو هغو پانګوالو یا هغه چا چې پیسې په بانک کې درلودې، داسې له حقیقته لېرې ویرې سره مخ شول لکه د تېښتې په حال کې چې دوی ځینې یې د ویرې له امله وتښتېدل. موږ ویل چې پیسې ځینې ونه تښتوي او بانکونه خالي نه کړي، د هغه جلوګیري وشوه او هغه وجه وه چې افغانۍ هم وساتل شوه تر ډېره حده او بانکونه هم له سقوطه وژغورل شول."

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل د اقتصادي بورډ په مشوره له بانکونو د زیاتو پیسو پر ایستلومحدودیت لګول شوی وو.

ښاغلی مجاهد وایي، اوس کورني عواید هم په بانکونو کې جمع شوي او تر یوې اندازې پورې خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کولای شي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د دولتي ادارو په لسګونو زره کار کوونکو له څو میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي اخیستي او خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د اګسټ له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی، د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نه نیم میلیارډ ډالره شتمني د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې او نړیوال وجهي صندوق 'IMF' او نړیوال بانک هم د سوونو ډالرو مرسته بنده کړې ده.

د یوه فعال بانکي سیسټم د نشتوالي له امله افغانستان ته د نغدو پیسو په لېږد کې ستونزې د ملګرو ملتونو ډېرې مرستندویه ادارې په دې هېواد کې په میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو په رسولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخې کړي دي.

ښاغلی مجاهد خلکو ته ډاډ ورکوي چې اقتصاد ورو-ورو د ښه کېدو په حال کې دی

'UNDP' وایي، د بشر دوستانه او نورو بنسټیزو پروګرامونو د دوام لپاره دې ته اړتیا ده چې لږ تر لږه د سوداګرۍ بانکي سیستم وساتل شي.

خو ښاغلی مجاهد خلکو ته ډاډ ورکوي چې اقتصاد ورو-ورو د ښه کېدو په حال کې دی او د بانکونو د سقوط خطر لېرې شوی دی: "د بهبود پر لور ګامونه اخلو. انشاالله اوس د سقوط احتمال نشته او دغه نهادونه چې کله-کله داسې خبرې کوي، هغوی د تبلیغاتو او پروپاګند له وجې دا وایي، واقعیت نه لري. موږ ټولو خلکو، پانګه والو او تجارانو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې بانکونه سقوط نه کوي او بانکونه ژغورل شوي دي."

افغانستان چې اقتصاد یې په پخواني حکومت کې تر ډېره د نړیوالو پر مالي مرستو متکي و، واک ته د طالبانو په رسېدو سره ډېر ځپل شوی او د بشپړ سقوط خبرداری یې هم ورکړل شوی.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق اټکل کړی چې سږ مالي کال به د افغانستان اقتصاد دیرش سلنه له رکود سره مخامخ شي.