د اوکراین په اړه د انتوني بلېنکن اندېښنو او څرګندونو ته د کرملېن ځواب

کرملېن

کرملېن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د هغو څرګندونو ځواب ورکړی چې ویلي یې و واشنګټن او اروپا د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د پوځي خوځښتونو په اړه "واقعي اندېښمن" دي.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف پرون په یوه مرکه کې چې د روسیې په دولتي ټلوېزیون کې خپره شوه، د بلېنکن د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې لوېديځ په "مصنوعي ډول" په اوکراین د مسکو د احتمالي برید په وړاندیز سره تاوتریخوالی زیاتوي.

پېسکوف زیاته کړه چې لوېديځ له اوکراین سره پولې ته نږدې د روسي ځواکونو د خوځښتونو په اړه مبالغه کوي.

خو پرون سهار د اوکراين د پوځي استخباراتو مشر ادعا وکړه چې روسيې له اوکراين سره پولې ته نږدې ٩٢ زره پوځيان ځاى پر ځاى کړي او د فبرورۍ تر مياشتې پورې پر دغه هېواد د بريد لپاره تيارى نيسي.

تېره اوونۍ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له اوکراین سره د پولې په اوږدو کې د روسیې د غیر عادلانه اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې مسکو پخوا هم ورته ځواکونه په ګاونډیو هېوادونو کې د مداخلې لپاره کارولي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ کال له اپرېل راهیسې د روس پلوه بېلتون‌پالو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې زرګونه کسان په‌کې وژل شوي.