د بخښنې سازمان: د افغانستان وضعیت وېروونکی، د خپګان وړ او غیر انساني دی

داخلي بې‌ځایه شوي

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې مشرې سمیرا حمیدي د افغانستان اوسنی وضعیت وېروونکی، د خپګان وړ او د دې په خبره غیر انساني بللی.

هغې دا خبرې پرون په خپل ټویټر لیکلي.

سمیرا حمیدي زیاته کړې په افغانستان کې خلک خپل ماشومان د خوراکي توکو او پیسو لپاره پلوري، بشري حقونه بې‌معنی ښکاري او ویلي یې دي چې ۳۵ ملیونه وګړي په دغه هېواد کې یرغمل نیول شوي.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګڼ افغانان بې‌دندو شوي او د نړیوالو مرستو په بندېدو سره د هېواد اقتصادي وضعه ورځ تر بلې خرابه بلل شوې.

په ځینو راپورونو کې مخکې راغلي وو چې یو شمېر کورنۍ د خوراکي موادو او پيسو لپاره ماشومان پلوري.

اغلې حمیدي مخکې هم له دې چې ملیونونه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته نه‌شي تللی د طالبانو په حکومت تُندې نیوکې کړې وې.

د بخښنې نړیوال سازمان د دې مسؤلې د یادو تُندو څرګندونو په غبرګون د طالبانو حکومت تر دې دمه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې د افغانستان وضعه هغومره خرابه نه‌ده چې نړیوال بنسټونه‌یې تبلیغ کوي.