افغان طالبان: د پاکستاني طالبانو-اسلام اباد خبرو کې د چا استازیتوب نه کوو

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

افغان طالبان وايي، د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په خبرو کې د چا استازیتوب نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مرسته پیل شوي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نه‌شته، کله چې اړتیا شوه بیا به ګورو."

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی منځګړي دي، خو د هېچا استازولي نه کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره میاشت د ترکیې ټي. ار. ټي ټلوېزیون ته په مرکه کې ویلي و حکومت یې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د روغې جوړې د پروسې د برخې په توګه په خبرو بوخت دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ګڼو سرچینو ویلي وو، دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د مذاکرو د یوه شرط په توګه د دوی ځینې بندیان خوشې کړي.