سوډان: لېرې شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده ګمارو

صدراعظم عبدالله حمدوک

راپورونه وايي، سوډان منلې چې لېرې کړای شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده وګماري.

دا اقدام وروسته تردې کېږي چې د اکتوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې تر کودتا وروسته د څو اوونیو لپاره ناکرارۍ روانې دي.

د امه ګوند مشر، فضل الله برمه ناصر وویل، د حکومت او پوځ استازو دا هم منلې چې تر کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوال خوشې شي.

د ناصر په وینا، د موافقې له مخې به پخوانی صدرعظم عبدالله حمدوک د یوه تکنوکرات حکومت مشري کوي او د دې موافقې په اړه به وروسته اعلامیه ورکړل شي.

تر دې مخکې د فعالانو ډلې د سوډان له پوځ څخه غوښتنه کوله چې له ټولو سیاسي بنسټونو ځانونه لیرې وساتي.

تر کودتا وروسته حمدوک په کور کې نظر بند و.