د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي له رارسېدو سره سم په افغانستان کې د غذايي بې امنیتۍ د عواقبو په اړه خبرداری ورکوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي: " نن په افغانستان کې له سخت ژمی سره مخامخ یو. ډېری خلک چې ما لیدلي راته ویلي یې دي چې د ژمي له راتلو څخه وېرېږي ځکه د غذايي موادو بیې لوړې شوي، د سونګ موادو بیې لوړې شوې او کارونه هم نه شته. دوی نه پوهېږي چې له دې ژمي څخه به څنګه تېرېږي."
Tomorrow is #WorldChildrensDay. @UNICEFAfg isn’t celebrating. We’re closing our digital platforms for 24hrs to reflect the challenges that #children in Afghanistan are facing & to ask the global community to avert a humanitarian crisis now. RT to show your support! pic.twitter.com/FQUwAa3tsK
— UNICEF Afghanistan (@UNICEFAfg) November 19, 2021
ورته خبرداری د سره صلیب د نړيوالې کمیټې مشر پیتر ماوریر پرون د لړم په ۲۸مه نېټه له اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ورکړ.
ښاغلي ماوریر وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران نښې په راڅرګندېدو دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان د بشري ناورین په مورګه ولاړ دی.