د پولنډ پولیس: یو وار بیا پناه غوښتونکو له پولې پولنډ ته د اوښتو هڅه وکړه

د پولنډ پولې ته نږدې یو شمېر پناه غوښتونکي

د پولنډ پولیس وايي د بلاروس له‌خوا د ځینو کمپونو له خالي کولو وروسته یو وار بیا لږ شمېر پناه غوښتونکو له پولې پولنډ ته د اوښتو هڅه وکړه.

د بلاروس د قلمرو په دغو کمپونو کې پناه غوښتونکي په سړه هوا کې شپې سبا کوي چې په سلګونو یې بېرته خپل هېواد، عراق ته ستانه شوي دي.

له دغو تحولاتو ښکاري چې د اروپايي ټولنې په ختیځه پوله کې د پناه غوښتونکو د څو اوونیو بحران په کمېدو دی، خو لانجه لا هم ختمه نه‌ده.

اروپايي ټولنې د بلاروس هغه پېشنهاد رد کړ چې له مخې یې له دې ټولنې د ۲،۰۰۰ پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه شوې وه.

اروپايي ټولنې د بلاروس پر زورواکي الکساندر لوکاشینکا تور لګولی چې پر بلاروس د بندیزونو په ځواب کې یې په لوی لاس پناه غوښتونکي د پولنډ، لاتویا او لتوانیا سرحد ته راوستلي.