د بخښنې سازمان: ایران دې د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي ژر تر ژره خوشې کړي

د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران له چارواکو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي ژر تر ژره خوشې کړي.

د دې ادارې په خبره مېرمن محمدي، د ۸۰ دُرو د وهل کېدو له خطر سره مخامخه ده.

په لندن کې دېره د بخښنې نړیوال سازمان پرون وویل، نرګس محمدي په کرج ښار کې تېره سې شنبه په خپل‌سري ډول هغه وخت ونیول شوه چې هلته د یوه وژل شوي ایراني د یاد په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

دغه کس د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې په ملي سطحه د اعتراضونو پر مهال د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی و.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برخې مشرې حبا مورایف په یوه اعلامیه کې وویل، د بشري حقونو د مدافع نرګس محمدي نیول کېدل د بې‌رحمۍ یو عمل دی.