ملګري ملتونه: افغانستان کې سږ کال د نشه‌يي موادو عوايد تر ۲ ميليارده ډالرو اوښتي

ارشیف، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کروندې

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا (UNODC) وايي چې په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو د توليد او قاچاق له لارې لاس ته راغلي پيسې په روان ميلادي کال کې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتې دي.

درې مياشتې کېږي چې دغې ادارې په افغانستان کې خپل دفتر تړلی، خو دغه هېواد کې د نشه‌يي موادو د وضعيت په اړه‌یې تازه يو راپور خپور کړی دی.

د دې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۲۵ کالو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت هر کال څلور زره هکټاره ډېر شوی او يوازې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په يو لک ۷۷ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

په دې راپور کې دغه‌راز راغلي چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو ارزښت ۲،۷ ميليارد ډالرو ته رسېدلی چې له دې پیسو څخه ۲،۵ ميليارده ډالر د مافيايي ډلو، ۴۳ مليونه ډالر د افغانستان قاچاق کوونکو او افغان بزګرو ته يوازې ۴۲۵ مليونه ډالره رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي چې په افغانستان کې به مافيايي ډلې له دې وضعيت څخه تر ټولو ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دیبرا لاینز

مېرمن ديبورا لاينز د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغې ځانګړې غونډې ته چې د افغانستان د وضعيت د ارزونې په اړه جوړه شوې وه، وويل: "د مشروع اقتصاد زوال د نامشروع اقتصاد لپاره انګېزه زېږوي، ورسره به د نشه‌يي موادو کاروبار ته هم لاره اواره شي. د بانکي سکټور فلج کېدل به د غير قانوني مالي معاملاتو او غير رسمې لارو څخه د پيسو راکړې ورکړې ته زمينه برابره کړي، دا کار به د ترهګرو ډلو فعاليتونو او نشه‌يي موادو قاچاق ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي، دا ګواښونه به لومړی افغانستان او وروسته به د سيمې هېوادونه زيانمن کړي."

که څه هم مېرمن لاينز دا مني چې د افغانستان د نشه‌يي موادو د کاروبار په پراختيا کې بهرنۍ مافيايي ډلې خورا لوی لاس لري، خو بيا هم هغو اندېښو ته اشاره کوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه‌يې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو په اړه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ټولو توليد شويو نشه‌يي موادو په سلو کې ۳۵ د پاکستان، ۱۵ د ايران او نور ټول‌يې د منځنۍ اسيا هېوادونو او روسيې له لارې نړیوالو بازارونو ته قاچاق کېږي، خو بيا هم په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازی واسيلي نبنزیا شکايت کوي چې ترهګرې ډلې د نشه‌يي موادو له لارې پيسې ترلاسه کوي.

ښاغلی نبنزیا زیاتوي: "د ترهګرۍ ګواښ له نشه‌يي موادو سره اړيکه لري، ځکه چې د ترهګرۍ اصلي مالي سرچينه نشه‌يي مواد دي. نن ترهګري يو واقعي ګواښ او له نشه‌يي موادو سره تړلي فعاليتونه د پراختيا په حال کې دي او دا فعاليتونه د کډوالۍ تر چتر لاندې هم ترسره کېږي. موږ باور لرو چې طالبان به د دې ستونزو د حل لپاره خپلې ژمنې عملي کړي."

ارشیف، د کوکنارو له بوټي د شیرې اخیستل

د ولسي جرګې پخوانی غړی کريم اتل د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د نشه‌يي موادو له مسئلې سره سياسي چلند ونه‌کړي، ځکه چې نشه‌يي مواد د ټولو هېوادونو لپاره يو ډول ستونزې جوړوي.

ښاغلی اتل وايي: "بې‌شکه چې د افغانستان نشه‌يي مواد د سيمې هېوادونو او نړۍ ته يو لوی ګواښ دی. خپله افغانستان ته هم د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو کاروبار ډېر زيانونه رسولي دي، خو برعکس ګټه‌يې د سيمې هېوادونو او لویو قاچاق کوونکو ته رسېږي. تر هغو چې افغانستان ته جدي پاملرنه ونه‌شي، امکان لري چې دا وضعيت نور هم پسې خراب شي او دوام وکړي."

ملګري ملتونه په داسې حال کې د کوکنارو د کښت د ډېروالي په اړه خبرداری ورکوي چې د دې ادارې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د کیمياوي نشه‌يي موادو جوړول د هرې مياشتې په تېرېدو سره ډېرېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ملګري ملتونه: د نشه‌يي موادو عوايد په ۲۰۲۱ کال کې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتي