پولنډ شااوخوا سل پناه غوښتونکي دغه هېواد ته د ناقانونه اوښتو په تور نیولي

د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې پناه غوښتونکي او پولیس

د پولنډ پوله‌ساتو ځواکونو شااوخوا سل پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې دغه هېواد ته د ناقانونه اوښتو په تور نیولي دي.

په دې سره د پولنډ او بلاروس په پوله کې چې له پخوا په‌کې زرګونه پناه غوښتونکي دېره دي وضعیت لا پسې کړکېچن شوی دی.

پولنډ په بلاروس تور لګوي چې نن سهار وختي يې لسګونه پناه غوښتونکو ته لار ورکړې څو د سرحد خوا ته ورشي.

د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هېوادونو پناه غوښتونکي لومړی بلاروس او بیا له هغه ځایه پولنډ ته اوړي څو د اروپايي ټولنې نورو شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

بلاروس چې د پناه غوښتونکو له مسئلې په اروپايي ټولنې د فشار کارولو باندې تورن دی په دې وروستیو کې یې اجازه ورکړې چې په ځینو پروازونو کې دا پناه غوښتونکي بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه کړای شي.

همدارنګه بېلابېلو هوايي شرکتونو هم بلاروس ته خپل پروازونه محدود کړي څو له دې لارې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د انتقال مخه ونیول شي.