د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړي استازي کابل ته راغلي

ملا برادر د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ له ځانګړو استازو سره لیدلي.

د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړي استازي کابل ته راغلي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د جرمني ځانګړي استازي جسپر وېیک او د هالند ځانګړي استازي ایمایل ډي بونت نن نن پنجشنبه (د لړم ۲۷مه) په ارګ کې له ملا عبدالغني برادر سره خبرې کړي.

برادر د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال دی.

ملي ټلوېزیون په دې اړه یو لنډ بیان ورکړی او ویلي یې دي چې طالب چارواکو او د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازیو پر اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې وضعې د ښه والي په تړاو بحث کړی.

د جرمني د ځانګړي استازي جسپر وېک په حواله راغلي چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

ښاغلي وېک د هغو شپږ سوو میلیونو یورو بشري مرستو یادونه کړې چې څه وخت مخکې یې جرمني له افغانستان سره ژمنه وکړه.

د جرمني او هالند ځانګړو استازو وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.