امریکا: له فورټ لي اډې افغان کډوال نورو سیمو کې هستوګن کړای شوي

ارشیف، د امریکا یوه کمپ کې کډوال

د امریکا د کورني امنیت وزارت خبر ورکړی چې د فورټ لي له لویې اډې نورو سیمو ته د افغان کډوالو د هستوګنولو پروسه بشپړه شوه.

فورټ لي په ویرجینیا کې ده او له هغو اتو اډو وه چې امریکا د لسګونه زره افغان کډوالو د موقتي هستوګنولو لپاره ځانګړې کړې وه.

د کورني امنیت د وزارت د اعلامیې له مخې تردې دمه له فورټ لي اډې څه باندې ۲۵ زره افغانان د امریکا په بېلابېلو سیمو کې هستوګن کړای شوي.

تر دې مخکې د امریکا له ځینو پوځي اډو چې فورټ مکای یې په سر کې یادېده ګڼو افغان کډوالو شکایت کړی وو چې د دوی دوسیو ته رسیدګي نه کېږي او ډېر وخت بې برخلیکه پاتې شوي دي.

د راپورونو له مخې امریکا د اګست تر یودېرشمې له افغانستانه د لسګونه زره افغانانو په شمول څه باندې ۱۲۴ زره کسان وایستل.